د کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي سیالۍ د ولایتو په سطحه جریان لري!
شنبه ۳۰ / ۱۰ / ۱۴۰۲ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي لوبډلمشر عبدلرازق " هوتک " د وزیر اکبر خان دریمه درجه سیالیو کښي نن د هلمند لوبډلي خلاف ( ۴ ) ویکیټي تر لاسه کړې او ( ۲۵) ناسوځیدلي منډي یې وکړې.
یادي سیالۍ چي د ولایتو په سطحه جریان لري عبدالرازق " هوتک " د کندهار ب لوبډلي لوبډلمشرۍ هم ور دغاړي ده.
په یادو سیالیو کښي د کندهار ب لوبډلي د هوتک صاحب په لوبډلمشرۍ دا دوهمه بریا وه.
په لومړۍ لوبه کښي هم هوتک ( ۳ ) ویکیټي تر لاسه کړي وې.
هېره دي نه وي چي په یادو ولایتي سیالیو کښي د کندهار ښاروالۍ کرکټ لوبډلي (۷) لوبغاړي لوبیږي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت
