کندهار ښاروالۍ په ۳ ناحيه کښي د شين غزي اصحابي زيارت ته څېرمه د سړک قيريزۍ کولو چاري راپيل کړي دي!
دوشنبه ۹ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل د دریمي ناحیې اړوند د شين غزي اصحابي زيارت ته څېرمه په په محیب الله کارته کښي د سړک اساسي قيريزي کولو چاري راپيل کړي دي.
دغه سړک تقريباً ۳۰۰ متره اوږدوالۍ او ۷،۵ متره بردوالۍ لري، څه کم یوه میاشت مخکي ئې د رغولو چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به ئې د یوې میاشتي په موده کښي بشپړ سي.
په دغه انکشافي پروژه کښي هره ورځ (۱۵) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده ، چي (۴) کسان په مسلکي توګه او (۱۱) کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
د دغه سړک په اساسي رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت
