کندهار ښاروالۍ کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري مجلس تر سره سو!
چهار شنبه ۱۷ / ۵ / ۱۴۰۳ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي اداري مجلس دائر سو، په یاد مجلس کي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند په شمول، مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، د کندهار ښاروالۍ د درې ګونو ریاستونو رئیسانو، د پنځلسو ناحیو آمرینو، د ساختماني چارو عمومي مدیر، د پلان آمر، تخنیکي او مسلکي آمر او اړوند نورو آمرینو او مدیرانو ګډون کړئ وو.
یاد اداري مجلس چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره راپېل سو، په سر کي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند ټولو برخه والو ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ ئې یادونه وکړل هغه موضوعات چي د اداري مجلس له لاري فیصله کیږي، هغه باید عملي او تعقیب سي.
ورپسې د اجنډا سره سم موضوعات بيان سول، پر مطرح سوو موضوعاتو باندي ټولو ګډون والو خپل نظرونه وړاندي کړل.
د ښاروالۍ تخنیکي او سکټوري رئیس مولوي نورالباقي خادم د مختصرو انکشافي پروژو رامخته کول، د ماسټر پلان مطابق د پروژو پلي کول او د عوایدو راټولو په برخه کي جدیت، د ښاروالۍ د املاکو تثبیت او تعین، د تنظیف او سرسبزۍ روانو فعالېتونو اړه مفصل معلومات وړاندي کړل.
په نوموړي مجلس کي چي کوم موضوعات وړاندي سول ددې ټولو د حل او فصل لپاره نظرونه وړاندي سول او د تطبيق کولو لپاره يې اړوندو آمريتونو ته دندي وسپارل سوې.
ياد مجلس د اختتاميه دعاء په ويلو سره پای ته ورسېد.
