کندهار ښار په شپږمه ناحيه، څلرم ګذر کي د یوې کوڅې جوړولو کار جريان لري.
کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي او پرمختیايي فعالېتونو په دوام، داځل دښار په شپږمه ناحيه، څلرم ګذر کي د یوې کوڅې دکانګریټ کولو چاري په اساسي ډول پيل کړي دي.
دا کوڅه تقريبا ۲۱۰ متره اوږدوالی او څلور نيم متره بردوالی لري، چي په معیاري او اساسي ډول به جوړه سي.
په دې رغنیزه پروژه کي هره ورځ ۳۰ کسانو ته په فني او غيري فني ډول د کار کولو زمینه برابره سوې ده.
ددې کوڅې ټولي رغنیزي چاري تر ډېره حده بشپړي سوي دي او ټاکل سوې ده، چي د ۲۵ ورځو په جریان کي به ئې انکشافي کارونه پای ته ورسیږي او د ګټي ا خیستني لپاره به وسپارل سي.
د یادي کوڅې په رغولو سره د همدې سيمي اوسېدونکو زياته خوښي څرګنده کړه او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
