په شپږمه ناحيه کي د درو کوڅو کانګريټ کولو کار جريان لري
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل د ښار په شپږمه ناحيه، دريم ګذر، د شيرين جان پيرزيارت ته څيرمه په مقدس کارته کي د درو کوڅو کانګريټ کولو چاري پيل کړي دي.
دغه کوڅې چي تقريبا ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري درې هفتې مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوي دي، تردې مهاله يې ۸۰ سلنه کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به يې د يوې هفتې په موده کي بشپړسي.
ديادو کوڅو په رغولو کي هره ورځ ۲۰ تنه کاريګر په فني او غيري فني ډول په کار کولو بوخت دي.
د همدې کوڅو په رغولو سره د سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
