کندهار ښاروالي د ښار په دولسمه ناحيه کي دښاري خبرو اترو مجلس ترسره کړئ!

web_admin
Thu, Jan 30 2025 10:03 AM
 مجاس

په دې مجلس کي د کندهار ښاروالۍ د مسؤلينو ترڅنګ د دولسمي ناحیې آمر، مخابراتو، چاپیریال ساتني او بریښنا ریاست استازي، دامر بالمعروف ریاست استازي، امنیتي او استخباراتي ریاست استازي، د ناحیې متنفذینو،ګذر وکیلانو، مشرانو، ځوانانو او علماء کرامو ګډون کړی وو.

د مجلس پيل د ټولنیزو او فرهنګي چارو آمر له خوا وسو، چي د ښاري خبرو اترو دمجلسونو پر موخو ئې رڼا واچوله. هغه زیاته کړه، چي د دغو مجلسونو له لاري دهري ناحیې اوسېدونکي کولای سي، چي دخپلي ناحیې په اړه ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه په مخامخ ډول له مسؤلینو سره شریک کړي.

وروسته د دولسمي ناحیې آمر د ترسره سوو او روانو انکشافي چارو، د ناحیې سرسبزۍ، تنظیف او ورځنیو فعالېتونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

همدارنګه د امر بالمعروف ریاست استازي د یووالي او اتفاق په اړه خپله وینا له درنو ګډون والو سره شریکه کړه.

په دې مجلس کي د اړوندو ریاستونو استازو خپل فعالېتونه په تفصیل سره برخه والو ته بیان کړل.

- د چاپیریال ساتني ریاست استازي د ترسره سوو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

- د برېښنا ریاست استازي د برېښنا اړوند خدماتو په اړه خبري وکړې.

- د مخابراتو ریاست استازي د مخابراتي شبکو په اړه معلومات ور کړل.

په پای کي ګډونوالو د خپلي ناحیې ستونزي او غوښتني مطرح کړې او خپلي پوښتني ئې د ریاستونو له مسؤلینو او استازو سره شریکي کړې. مسؤلینو د پوښتنو تفصیلي جوابونه ورکړل او د ستونزو د حل ډاډ ئې ورکړ.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ښار په دولسمه ناحيه کي دښاري خبرو اترو مجلس ترسره کړئ!