په کندهار ښاروالۍ کي د ښار داصنافو سره د افغانیو د ترویج او بهرنۍ اسعارو د مخنیوي په موخه مجلس ترسره سو
د رئیس الوزرا د هدايت په اساس، ولایت مقام او کندهار ښاروالۍ په همږغۍ په کندهار ښاروالۍ کي د مجالسو او شوراګانو آمریت له لوري دافغانیو د ترویج او بهرنیو اسعارو د مخنیوي په موخه مجلس ترسره سو.
د دې مجلس اساسي موخه دا وه، چي ټول هېوادوال باید په راکړه ورکړه کي خپله ملي کرنسي (افغانۍ) وکاروي او د سیمي هېوادونو پوري اړوند اسعارو او کرنسۍ کارول منع دي.
په دې مجلس کي د کندهار ښاروالۍ مسؤلینو او د ښار اصنافو خپل نظریات وړاندي کړل او ژمنه ئې وکړه لکه څنګه چي ئې تر دې مخکي د افغانیو څخه استفاده کوله، په راتلوونکي کي به هم دملي کرنسي ترویج ته ژمن پاتي سي.
دمجلس په وروستیو کي د ښار اصنافو خپلي عمده ستونزي د مجالسو او شورګانو له آمريت سره شریکي کړې. همدارنګه پرېکړه وسوه، چي د افغانیو د لا زیات ترویج، عامه پوهاوي او همږغۍ په موخه به د راتلونکي اونۍ په جریان کي د افغانستان بانک د استازو، د ښاروالۍ د ناحیو آمرینو او اړوندو مسؤلینو سره یوبل مهم مجلس جوړ سي
