کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

web_admin
د مسحد داوطلبي

Publish Date

Closing Date

کندهار ښاروالۍ غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان په اساس د ش.ه.ید آصف څلور لاري غرب طرف ته په جاده کي د یو باب مسجد د جوړوني پروژې قرارداد عقد کړي.

علاقمندان کولائ سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتي له ۸ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

د یادي پروژې معیاري شرطپاڼه او ضمایم هم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ د رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولائ سي.

ددې پروژې داوطلبي به د روان کال د ثور میاشتي پر ۲۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر نهه نیمي (۹:۳۰) بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.

یادونه: علاقمند داوطلبان مکلف دي چي خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرایطو سره سم ترتیب او په سر تړلي ډول، د داوطلبي د مجلس په ورځ د ټاکل سوي وخت سره سم و تعین سوي پلاوي ته وسپاري او هغه آفرونه چي ناوخته ورسپارل سي، دمنلو وړ نه دي.

د معلوماتو لپاره د لاندي شمېرو سره تماس ونيسئ:

۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰

Documents

د شهید آصف چوک د مسجد شرطپاڼه

More tenders

Wed, Feb 05 2020 9:59 AM
Background image

داوطلبي

د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د 9 ناحیي د7 ګذر (چنار) (۵ شوراګانو) انکشافی شورا غواړی چی د لوي ویالې د عیدګاه د حوض په نامه مشهوره ساحه کی د پروژي جوړنې ساختمانی چاری یو ساختمانی . . .

Back to tenders

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!