په کندهار ښاروالۍ کي د ۲۴ ساعته بازار رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره سوه!

دوشنبه ۸ / ۲ / ۱۴۰۴ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د ټولنیزو او کلتوري چارو آمریت له لوري د ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د ۲۴ ساعته بازار رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره سوه.
په دې غونډه کي د ټولنیزو او کلتوري چارو آمر، د مارکېټونو تنظیم آمر، د اطاق تجارت استازي، د اصنافو وکیلانو، د ښار سازۍ ریاست استازي، د امنیه قومندانۍ استازي او د اقتصاد ریاست استازي ګډون کړئ وو.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، د غونډي په پیل کي د ټولنیزو او کلتوري چارو آمر ټولو ګډون والو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او د ۲۴ ساعته بازار د رامنځته کولو پر ارزښت ئې هر اړخیزي خبري وکړې. نوموړي د شپې بازار د اړتیاوو او ګټو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.
همدارنګه د مارکېتونو تنظیم آمر هم د ۲۴ ساعته بازار پر اهمیت او اغېزو رڼا واچوله. نوموړي وویل چي د دغه بازار رامنځته کول به د ښار د اقتصادي ودي لپاره یوه نمونه وي.
د اطاق تجارت استازي هم د غونډي په ترڅ کي خپلي خبري وکړې. نوموړي وویل د ۲۴ ساعته بازار په رامنځته کولو سره به اقتصادي روحیه پیاوړې سي، د محلي تولیداتو ملاتړ به زیاست سي، ټولنیز ارزښتونه به رامنځ ته سي، د ولسوالیو او ښار ترمنځ اړیکي به پراخي سي او کاري فرصتونه به ایجاد سي.
په غونډه کي د راغلو ریاستونو استازو هم د موضوع اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندي کړل. د وړاندیزونو او نظرونو پر بنسټ دا پریکړه وسوه چي د راتلونکي مجلس په ترڅ کي به د یو تفصیلي پلان سره سم د ۲۴ ساعته بازار د جوړېدو بهیر د ښاروالۍ له موجوده مارکېټونو څخه پیل سي. همدارنګه د ۲۴ ساعته بازار د اهمیت اړوند د عامه پوهاوي پروګرامونه به هم پیل سي، څو خلکو ته د ۲۴ ساعته بازار اهمیت او ارزښت روښانه سي او دا بهیر په بریالیتوب سره وغځول سي.
غونډه د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.