د ښاري نظم په برخه کي د کندهار ښاروالۍ يو بل نوئ ګام د کندهار ښاريانو لپاره !
شنبه ۱۳ / ۲ / ۱۴۰۴ ه ش کال
کندهار ښار کي د ترافيکو مديريت په غوښتنه، د ولايت مقام په مالي لګښت او د کندهار ښاروالۍ په تخنيکي ملاتړ د ښاري نظم او ترافيکي اصولو د مراعت کولو په برخه کي تازه د شهيدانو څلور لاري څخه شروع بيا د ا. ا. ا. تر څلور لاري پوري د جادې دواړو ترپونو ته د ترافيکي نښو لوحې نصب کړې.
د يادو ترافيکي نښو لوحو په نصب کولو سره به تر ډېره حده د ترافيکي پيښو او بې نظميو مخه نيول سوې وي.
