د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي د احمدشاهي مېني سړک ګټي اخيستني ته وسپارل سو!
دوشنبه ۱۲ / ۳ / ۱۴۰۴ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلوانکشافي فعاليتونو په لړ کي څه موده مخکي دښار په پنځمه ناحيه، د شورمانو شاته د احمدشاهي مېني سړک رغنيزي چاري پيل کړې چي اوس فعلا د ياد سړک ټولي ساختماني چاري بشپړي سوي او ګټي اخيستني ته سپارل سوی دي.
ياد سړک تقريبا يوکيلومتر اوږدوالی او لس متره پلنوالی لري.
ددې سړک په رغولو دهمدې سيمي اوسېدونکو زياته خوښي ښودلې او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه کړې
