د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

web_admin
خبرتيا

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي ملکېتونه لري او د استملاک تر پروسې لاندي راځي، خبر ورکول کیږي چي د روان ۱۴۰۴ کال د سرطان میاشتي تر ۲۵ نېټې پوري دي خپل د ملکېتونو قانوني او شرعي اسناد کندهار ښاروالۍ ته حاضر کړي.

که چیري تر ټاکل سوي نېټې پوري اسناد ونه سپارل سي، نو مسؤلیت به ئې د نوموړو اشخاصو په غاړه وي او له ټاکل سوي نېټې وروسته به کندهار ښاروالي په یادو ساحو کي عملي کار پیل کړي.

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!