کندهار ښاروالۍ د ښار له قصابانو څخه نظارت ترسره کړئ!
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم مدیریت له لوري د ښار د اولي، دوهمي، دریمي، اتمي، دیارلسمي او څوارلسمي ناحیو اړوند په بېلابیلو ساحو کي د قصابانو د فعالیتونو په تړاو نظارت ترسره سو.
په یاد نظارت کي هغو قصابانو ته چي له څو ځلي خبرتیا ورکولو وروسته ئې دخپلو دوکانونو د پاکوالي لپاره ځانګړي قفسچې جوړي کړي وې، د نظافت اصول ئې مراعات کړي وه او د ښار د ښکلا ساتني ته ئې لازمه پاملرنه کړې وه. د مسؤلینو له خوا وستایل سول.
همدارنګه، مسؤلینو له هغو قصابانو څخه جدي غوښتنه وکړه، چي لا هم ئې دخپلو دوکانونو د پاک ساتلو لپاره ځانګړي قفسچې نه وې جوړي کړي، هغوی ته خبرداری ورکړل سو، چي ژر تر ژره دي دخپلو دوکانونو د پاکوالي، دغوښو د پاک او خوندي ساتلو په موخه قفسچې جوړي کړي، څو خلک له حیواني ساري ناروغیوڅخه خوندي پاته سي.
د نظارت پر مهال ټینګار وسو، چي ټول قصابان باید د ښاروالۍ د ټاکل سوي لایحې مطابق ښاریانو ته غوښه عرضه کړي، که چیري څوک له یادي لایحې سرغړونه وکړي، دوکان به ئې تړل کیږي او بیا څوک حق د شکایت نه لري.
یادونه: د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم مدیریت به د لایحې مطابق له قصابانو څخه د نظارت چاري په دوامداره توګه ترسره کوي.
