کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.
ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابر وي او غواړي په داوطلبۍ کي ګډون وکړي، کولای سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د سرطان میاشتي له ۱۵ نېټې څخه تر ۲۱ نېټې پوري د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او وروسته دي شرطپاڼه له مسؤل کس څخه ترلاسه کړي.
د اجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس به د روان کال د سرطان میاشتي پر ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۹ بجې د ټاکل سوي هیئت په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
د نورو معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسي
۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸ / ۰۷۰۰۴۳۳۵۶۷