کندهار ښاروالۍ د خپلو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي په پنځلسمه ناحیه کي د یوه سړک رغنیزي چاري پيل کړي دي.
کندهار ښاروالۍ د روانو فعالیتونو په لړ کښي د پنځلسمي ناحیې اړوند په په لونګ ګذر کښي د سړک د پخولو چاري عملاً جریان لری. یو عمومي سړک چي بروالی یي ۶.۴۰ متره او اوږدوالی یي ۱۲۰۰ متره دی.
دوه فرعي سړکان چي د یوه بروالی ۶.۸۰ متره او اوږدوالی یي ۹۶ متره دی، او بل د ۴.۸۰ متره په بروالی او اوږدوالی یي ۱۲۴ متره دی. په یاده پروژه کي د ۱۶۲۵.۵ متره په اوږدوالي چری چي نیم متر سور او نیم متر جګوالی لری، د ۳۰۰ متره په اوږدوالي د چری ترمیم، د ۲۰۰ متره په اوږدوالي سنګ کاري چي سور یي په منځني ډول ۷۵ سانتي متره او جګوالی یي ۲ متره دی رغول کیږي. او همدارنګه په یاده پروژه کښي څلور پلچکان موجود دي چي دوه یي په سنګ کاري او دوه نور یي په سیخ او کانکریټ جوړ سوي دي او ددي تر
څنګ ۳۰۴ داني کانکریټی خښتي هم په نظر کښي نیول سوي دي.
د دې ترڅنګ کندهار ښاروالۍ د ښار په پنځلسو ناحیو دمتوازني پراختیا په اساس ښاري سهولتونه برابروي.
