د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)

د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د پنځلسمي ناحیې مربوطد حاجي عرب په سیمه کښي د اهلي حیواناتو ګنج د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبي کښي ګډون وکړئ خپل غوښتلیکونه دي د ۱۳۹۹کال د حوت میاشتي د ۱۳ نېټې څخه بیا د ۱۴۰۰کال دحمل میاشتي تر (۷)نېټې پوري د ښاروالۍ دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخستل کیږي او داوطلبي د حمل د میاشتي پر (۹) نېټه ددوشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي دتهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي .

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسي .

شمیره:ـ ۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!