د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د پنځلسمي ناحیې مربوط د حاجي عرب په ساحه کښي داهلي حیواناتو ګنج دشرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي .

هغه اشخاص چي غواړي په داطلبۍ کښي ګډون وکړئ خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۰ کال دحمل د میاشتي له (۱۷)نيټې څخه بیا د همدې میاشتي تر (۳۰) نېټې پوري د ښاروالۍ مقام د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخستل کیږی او داوطلبي د ثور دمیاشتي پر (۲) نېټه د پنج شنبې په ورځ دسهار پر ۱۱ بجې دتعین سوي هئیت په حضور کښي د ښاروالۍ تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي .

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسئ .

۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!