عتیق الله حمید:ـ د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ پرسونل موږته ویاړلي،زیارکښه او قدرمن خلګ دي.

Anonymous (not verified)
Sun, May 09 2021 12:34 PM
عتیق الله حمید:ـ د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ پرسونل موږته ویاړلي،زیارکښه او قدرمن خلګ دي

دغه څرګندوني د کندهار ښاروالۍ مرستیال عتیق الله حمید د درملو د اتحادیې د مشرتابه او غړو لخوا د ښاروالۍ د پرسونل سره دخوراکي توکو دمرستي په پروګرام کښي وکړې،مرستیال ښاروال وویل داچي له هره اړخه زموږ هیوادوال ډيراقتصادي ځپل سوي دي،د کرونا د خطر ناکي اوبارا وروسته یې ډيري اقتصادي ستونزي لیدلي نو ملي تجاران او سرمایه داران باید دخپلو غریبو هیوادوالو سره مرسته وکړئ ترڅو د دوی اقتصادي حالت سم سوي وي همدارنګه مرستیال ښاروال د اوسني مرستیال له امله د درملو داتحادیې له مشرتابه اوغړو څخه هم ځانګړې مننه وکړه چي دهرکله په څېر یي یو ځل بیا د حقداره او مستحقو کسانو سره کوم چي د کندهارښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ پرسونل دي د خوراکي توکو مرسته وکړه همدا ډول مرستیال ښاروال زیاته کړه د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ پرسونل خورا غریبه طبقه خلګ دي او هر وخت او په هرو حالاتوکښي یې له وطن سره مینه په اثباط رسولې ده تل کوښښ او هڅه کوي چي کندهار ښار پاک ا وزرغون وساتی او کندهار ښاریانو ته د ښه ښاري ژوندانه زمینه برابر ه کړي ،همدا ډول مرستیال ښاروال یادونه وکړه چي دغه سي بشرمندانه مرستي به زموږ د غریب پرسونل اقتصادي حالت ښه کړئ اړتیا ده چي ټول ملي سوداګر خپلي مرستي همداسي د غریبو هیوادوالو لپاره تقسیم کړئ،وروسته د تنظیف مدیر حبیب الله بشردوست وویل د درملو د اتحادیې کوروداني وایې او د خپل پرسونل په نماینده ګي دغه سي بشرپاله مرستي د خپل پرسونل د اقتصادي حالت دسمولو لپاره یو ښه ګام بولي هغه همدا ډول له ملي تجارانو وغوښتل چي د نورو غریبو هیوادوالو ترڅنګ ددوی له پرسونل سره هم همکاري وکړئ،وروسته د سوداګري خوني مرستیال او ددرملو داتحادیې مشرتابه عبدالبصیر پيمان خبري وکړې،هغه وویل د درملو اتحادیې دهر کال په شان شږ کال د روژې په مبارکه میاشت کښي د ۲۵۰غریبو کاریګرو چي د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ کاریګر دي د خوراکي توکو مرسته کوي په یادو خوراکي توکو کښي چي یوه ګونۍ وړه،یوه ګونۍ وریجي،یوه ډبه غوړي اونخود شامل دي د کندهار ښار د درملو داتحادیې لخوا یاده مرسته ترتیب سوې ده او نن د یادو کسانوسره و سوه د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال او د درملو داتحادیې مشرتابه د تنظیف او سرسبزۍ پرسونل هغه اتلان یاد کړه کوم چي په ډیرو سختو حالاتوکښي یي د خلګو خدمت کړي او عملأ هم یاد خدمت کوي وروسته د کندهار ښاروالۍ مرستیال عتیق الله حمید او د درملو داتحادیي د مشرتابه لخوا د خوراکی توکو دتوزیع لړۍ پیل او پر یادو مستحقو کسانو وویشل سول.

عتیق الله حمید:ـ د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ پرسونل موږته ویاړلي،زیارکښه او قدرمن خلګ دي عتیق الله حمید:ـ د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ پرسونل موږته ویاړلي،زیارکښه او قدرمن خلګ دي

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

عتیق الله حمید:ـ د ښاروالۍ د تنظیف اوسرسبزۍ پرسونل موږته ویاړلي،زیارکښه او قدرمن خلګ دي.