کندهار ښاروالۍ تر ښوونځيو را وروسته په دیني مدرسو کښي هم د تمثیلي ښاروالیو کمیټې جوړوي!

کندهار ښاروالۍ په دوهم قدم کښي په دیني مدرسو کښي د ښاروالیو کمیټې جوړوي ترڅو له دې لاري د مدرسو زده کوونکي وکولائ سي د ښاروالۍ له سیسټمونو،ملي ارزښتونو،ښاري ژوندانه او نورو مهمو برخو سره اشنا سي.
د کندهار ښاروالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل زمری څرګند او د ځوانانو چارو مدیر سید رضا سلطاني دا لړۍ له هاشمیه مدرسې څخه راشروع کړه،په یاده مدرسه کښي د مدرسې د مشرتابه او استادانو په شتون کښي یې د زده کوونکو
څخه د کمیټې په جوړولو او نورو مهمو برخو کښي معلومات شریک کړه،د ښار پيژندني او د ښاروالۍ د اصولو په اړوند یې په مفصل ډول معلومات ورکړه ترڅو د ښاري ژوند،بهتره حکومتولۍ او مسؤلیت منلو په عرصه کښي په ګډه سره کار سوئ وي.