پرمختیایي چاري او مسلکي بیاجوړونه د ښار بڼه مثبت لوري ته اړوي او د اولسونو په ژوند کښي ښاري سهولت راولي!

mohammadi_admin
Thu, Feb 23 2023 9:44 AM
پيروقلعچه رغنيزي چاري

کندهار ښاروالۍ د غربت د له منځه وړلو،اقتصادي پرمختیا او د ښار د ترقۍ او پرمختګ په برخه کښي په کندهار ښار کښي د متوازني پراختیا په اساس ډيري پروژې عملأ په لاره اچولي دي ترڅو د کندهار ښار په ټولو برخو کښي اساسي اومهم ضرورتونه رفعه سوي وي،کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي چارو او رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي دا ځل په پنځّمه ناحیه (پیروقلعچه) کښي د یوه سړک داساسي او معیاري جوړوني چاري راپیل کړي دي.

د دغه سړک پروژه چي کانګریټ کیږي د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکاري د نړیوال بانګ په مالي تمویل (۶۵۹۸۵) امریکایي ډالره د) ( UNOPS همکاره برنامې په مدیریت سره یې رغنیزي چاري عملأ رواني دي،ددې سړک پروژه په ښه معیار سره مخته ځي په دې مهمه او اساسي پروژه کښي په فني شکل (۱۰) تنو او غیري فني شکل (۱۰۰) تنو کاریګرو ته پکښي کاري فرصت برابر سوئ دی په نږدې راتلونکې یوه نیمه میاشت کښي به یې پرمختیایي چاري تکمیلي سي د (۴۵۰) متره په طول دا سړک د خلګو او د سیمي د اوسېدونکو غوښتنه وه چي باید ورته جوړ سي چي له ښه مرغه کندهار ښاروالۍ وتوانیدل چي د سیمي د اوسېدونکو دا ارمان پوره کړي او له ښاري سهولت څخه یې برخمن کړي،په دغه پروژه کښي ټول کار د کاریګرو لخوا مخته وړل کیږي او د اړتیا پرمهال له ماشینیرۍ څخه استفاده کیږي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي: د خپل ګران او تاریخي ښار جوړونه،سرسبزه ساتنه او پاک ساتنه ورته لومړیتوب لري،د خپل ښار اساسي ضرورتونه یې درک کړي او د همکاره برنامو ترڅنګ یې د ښاروالۍ په انکشافي پلان کښي ډيرو مهمو او اساسي پروژو ته ځای ورکړئ دی چي عملأ ډیري مهمي او اساسي پروژې یې په مسلکي او معیاري توګه سره په کندهار ښار کښي شروع کړي دي،د کندهار ښاروال په خبره د دوی په هره پرمختیایي او رغنیزه پروژه کښي په زیات شمیر خلګو ته کاري فرصتونه برابر سوي او هم د ښار بڼه ورځ په ورځ مثبت لوري ته قدم وهي،کندهار ښاروال د ښاروالۍ د پلانونو په تطبق کښي د خپلو ګرانو ښاریانو همکاري ډیره مهمه بولي او دعام المنفعه پروژو په ښه ساتنه کښي د ښاریانو ټینګ ملاتړ غواړي ترڅو په ګډه سره نور هم دا تاریخي او ګران ښار له ښو نوښتونو څخه برخمن سوئ وي.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

پرمختیایي چاري او مسلکي بیاجوړونه د ښار بڼه مثبت لوري ته اړوي او د اولسونو په ژوند کښي ښاري سهولت راولي!