کندهار ښاروالي سږني پسرلی د نیالګیو په کښېنوولو سره پيل کړ!

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب پر داسي مهال چي کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا،دامرباالمعروف او نهي عن المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي او اولسي مشرانو یې ملتیا کول،د نهمي ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخ څخه سږني پسرلی دنیالګیو په کښېنوولو سره پیل کړ.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وویل: له ښه مرغه کندهار ښاروالي د خپلو روانو فعالیتونو په لړ کښي داځل د نیالګیو کښېنوولو په مورد خاص پلان تر لاس لاندي لري چي ۳۰ زره نیالګي به د کندهار ښار په اړوندو ناحیو،شنو ساحو،عمومي واټونو،جادو او پارکونو کښي کښېنوي ترڅو نور هم زموږ تاریخي ښار سرسبزه او زرغون ساتل سوئ وي.
کندهار ښاروال وویل: کندهار ښاروالي د ښار د سرسبزۍ او سمسورتیا برخي ته خاصه او ځانګړې پاملرنه لري،په تیرو وختونو کښي هم کندهار ښاروالي د ښار ډيري برخي زرغونې کړي وې او بیلابیل موثمر او غیر موثمر نیالګي یې کښېنولي وه ولي سږ کال هم کندهار ښاروالۍ دغه برخي ته خاصه پاملرنه کړې ده،کندهار ښاروال پر ګرانو ښاریانو ږغ وکړ چي د خپلو کورونو،دکانونو او سوداګریزو ځایونو و چاپیریال ته خاصه توجه وکړي او نیالګي کښېنوي ترڅو زموږ ګران ښار زرغون اوسر سبزه ساتل سوئ وي.
د کندهار ښاروال په خبره په اوسني پروګرام کښي د ښاروالۍ له لوري ناجو،والپام،نارنج،تورمرچ،بوتل برش،ګل ګلاف او دیوالزن بوټي د ښار د ښایست په مورد ایښودل کیږي.
همدا ډول کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا هم دننني پروګرام پرمهال وویل: د نیالګیو په ساتنه او پالنه کښي باید په ښه توګه سره وظیفوي مسؤلیت درک کړل سي او د ښار په سرسبزه ساتنه کښي ټول ښاریان باید مسؤلیت اداء کړي ترڅو یو ښایسته او زرغون کندهار ښار ولرو،همدا ډول د امربا المعروف او نهي عن المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي وویل: ټول ملا امامان او علما هم باید په ښه تقریرونو کښي د نیالګیو د ساتني او پالني په مورد خلګو ته عامه پوهاوئ ورکړي،ترڅو د نیالګیو کښېنووني مثبت فکر ښه انعکاس سوئ وي.
وروسته کندهار والي ،کندهار ښاروال او نورو مسؤلینو د سږکال لپآره د یوه اباد او سرسبزه کندهار ښار په موخه نیالګي کښېنوول او هیله یې څرګنده کړه چي په ګډه سره ددې تاریخي ښار د سرسبزۍ او سمسورتیا لپاره مثبت ګامونه پورته سي.