د کندهار ښاروالۍ خبرتیا
کندهار ښاروالۍ د څوارلسمي ناحیي اړوند (2) ګذر متنفذینو، علماوو، مشرانو، ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چي د خپلي ناحیي اړوند د پورته ذکر سوي خالي ګذر له پاره د شرایطو په نظر کي نیولو سره 1401/10/20 څخه تر 1401/10/26 نیټي پوري خپل ځانونه نوماند کړئ. د ګذر وکیل د کاندېدو شرایط: 1. د افغانستان تابعیت ولري. 2. عمر ئې له ۲۵ کلنی څخه پورته وي. 3. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد باید ولري (( او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند وي.)) 4. د دروو کلونو له پاره په اړونده ګذر کي استوګنه ولري. 5. په اړونده ګذر کي غیري منقول ملکیت ولري. 6. د نیک شهرت لرونکی او د عدلي او قضائې ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي. 7. د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکی وي. لاندي کسان نه سي کولای د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي: 1. په هغه صورت کي چي د دولت رسمي کارمند وي 2. هغه شخص چي د خلګو د نارضایتۍ په وجه د ګذر دوکالت څخه عزل کړل سوي وي 3. په هغه صورت کي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي 4. په هغه صورت کي چي د محکمي له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوی وي #یادونه: د ثبت نام په وخت باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائې کتابچه د ځان سره ولرئ. #د ثبت نام ځای: کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت