د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او خرڅولو لپاره لنډه مهاله ګنجونه رامنځ ته سوي دي.
۱: دوهمه ناحیه: د مشرقي لېسې مخته
۲: دریمه ناحیه: له باچا خان جادې څخه شروع تر بای پاس سړک پوري او د ش.ه.ید آصف چوک پر مخامخ د قادري شرکت مخته
۳: پنځمه ناحیه: د راحت پطرول پمپ څنګ ته
۴: د شپږمي حوزې څنګ ته
۵: اوومه ناحیه: له سرپوزې څخه بیا تر پنجاب ویالې پوري
۶ : نهمه ناحیه: له بابا ولي پمپ څخه شروع بیا تر تیري هډې پوري
۷: لسمه ناحیه: له سیمانو پُل څخه شروع بیا تر نوي پُل پوري
۸: دولسمه ناحیه: له سیمانو پُل څخه شروع بیا تر حکیم صاحب هډې پوري
۹: څوارلسمه ناحیه: له بریښنا کوټ له پله څخه شروع بیا د حوزې تر سړک پوري
۱۰: پنځلسمه ناحیه: د حاجي عبدالله مارکیټ شاته، د نوشیجان د ویالې غاړه
یادونه: کندهار ښاروالي له ټولو ښاریانو څخه په درنښت هیله کوي چي له پورته یادو سوو ځایونو پرته، په نورو ځایونو کي د څارویو له رانیولو او خرڅولو څخه په کلکه ډډه وکړي. د سرغړوني په صورت کي به له اړوندو کسانو سره قانوني او اصولي چلند وسي.
همداراز د مارکېټونو تنظیم آمریت نظارتي ټیمونه به د اختر په شپو او ورځو کي له یادو لنډمهاله ګنجونو څخه په منظمه توګه څارنه او نظارت ترسره کوي.