د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

web_admin
خبرتيا

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو د تنظیم آمریت له لوري د ښار پنځلسو ناحیو ټول هغو قصابانو، نانوایانو، کلچه فروشانو، خیاطانو، لبنیات فروشانو او ټولو هغو اصنافو ته چي د ښاروالۍ له خوا ورته تعین سوې نرخ نامه توضیح سوې ده، په جدي توګه خبر ورکول کیږي، چي د روژې په مبارکه میاشت کي خپل د اجناسو فروشات د تعین سوي نرخ نامې مطابق ترسره کړي، د سرغړوني په صورت کي د کندهار ښاروالۍ له خوا ورسره شرعي او قانوني چلند کیږي او ترڅنګ به ئې دوکان بندیږي او متخلیفین به هم د ښاري نظم کمېسیون له لوري و اړوند قضائي ارګانونو ته معرفي کيږي.

او همدارنګه د ټولو اصنافو وکیلانو څخه هیله کیږي، چي د نرخونو په کنټرول کي د ایماني او وجداني احساس له مخي له کندهار ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي او ترڅنګ اړینه ده چي، ټول پلورونکي او سوداګر د ښاریانو د اړتیا وړ توکو د پلورلو پر مهال انصاف په پام کي ونیسي، ترڅو په دې کړني سره پر خپل مظلوم ولس باندي ترحم او شفقت کړئ وي.

یادونه: د ټولو هیوادوالو څخه هم غوښتنه کیږي، چي د تعین سوي نرخ نامې مطابق اجناس رانیسي اوکه څوک د نرخ نامې څخه پر تخلف وویني؛ نو د مهربانۍ له مخي دي د لاندي شمیرو سره اړیکه ونیسي، ترڅو شکایت ته مو ډیر ژر رسیدګي وسي.

د اړیکو شمېرې:

۰۷۰۲۲۳۳۱۷۰                                                       

۰۷۰۰۷۴۹۳۹۴ 

۰۷۰۰۹۰۴۰۹۴

۰۷۰۳۵۰۰۹۲۵

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!