د کندهار ښاروالۍ د مزایدې داوطلبۍ خبرتیا!

mohammadi_admin
داوطلبي اعلان

د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د میرویس او احمدشاهي مارکیټ مخته د وسایطو پارکینګ د لومړۍ داوطلبۍ په مجلس کښي محترم حافظ عبدالروف د حاجی عبدالغفور زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ / ۴۰۰۰۰۰- څلوره سوه زره افغاني غوښتنکئ سوئ دی .هغه اشخاص چي ذکر سوئ پارکینګ د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتنونکي وي خپل غوښتنلیکونه دي ۱۴۰۱ کال د دلوي د میاشتي د ۱۱ نیټیې څخه د همدې میاشتي تر ۲۵ نیټې پوري دي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخستل کیږي او د داوطلبی مجلس د جاري کال د جدي د میاشتي پر ۲۷ نیټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر لس بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي .

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسي.

 ۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷

۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ د مزایدې داوطلبۍ خبرتیا!