د کندهار ښاروالۍ د جواز مدیریت خبرتیا!

mohammadi_admin
جواز

داچي کندهار ښاروالۍ د ښاریانو د لاسهولت په خاطر د ښاروالۍ په مرکز کي د جواز عمومي مدیریت په فعالیت پیل کړئ دی؛ نو محترم ښاریان کولائ سي چي د ناحیو ترڅنګ د ښاروالۍ په مرکزي څانګه کي هم د خپل فعالیت صنفي جواز ترلاسه کړي.

یادونه: ښاریان کولائ سي د جواز ترلاسه کولو لپاره دغه لارښوني په پام کي ونیسي:

اول: د جواز عمومي مدیریت یوازي تمدید جوازونه نوي کولائ سي.

دوهم: که چیري ستاسو جواز باقي وي، نو تاسي حتماً خپل د جواز باقیات تحویل کړئ.

دریم: که چیري تاسو د ښاروالۍ او یا ناحیو له طریقه غواړئ جواز ترلاسه کړئ نو تاسو به له ځان سره یوه عریضه، دوه قطعې عکسونه، یوه د تذکرې کاپي او زوړ جواز ولرئ.

څلورم: د جواز د فعالیت نېټه د یوه مالي کال لپاره اعتبار لري.

پنځم: جواز د یو شخص له نوم څخه د بل شخص نوم ته د مالي کال په جریان کښي نسي ترسره کیدلئ.

شپږم: که چیري د یو شخص د سوداګرۍ ځای معلوم نه وي، نو نوموړئ شخص ته په هیڅ صورت سره جواز نه ورکول کیږي.

اووم: هرکسب کار دجواز د لایحې سره سم خپل مبلغ تادیه کولائ سي.

اتم: که چیري یو شخص خپل سوداګري د یوې ناحیې څخه بلي ناحیې ته انتقالوي په دې صورت کښي به نوموړئ شخص خپلي ناحیې ته خبر ورکوي.

نهم: جواز درلودونکئ مکلف دی، چي خپل د دوکان په داخل کي او یا د سوداګرۍ ساحې په داسي ځای نصب کړي، چي و خلګو ته دلیدلو وړ وي.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۷
Background image

اطلاعیه شاروالی کندهار

ارائه خدمات در تمام ساحات شهر از سوی شاروالی کندهار جریان دارد

همشهریان عزیز! در ساحات که آسیب پذیر در جریان باران های شدید با تهدید مواجه میشود لطف نموده به شماره های فوق در تماس شده . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

د کندهار ښاروالۍ د جواز مدیریت خبرتیا!