کندهار ښاروالۍ دده خواجې مانده ( پاتاب ) د پاکولو چاري راپيل کړي دي!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
پاک کاري

چهار شنبه ۱۱ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

دغه پاتاب چي د کلونو کلونو راهيسي بند وو او د دې سيمي خلګ يې په دوبي او ژمي کښي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي وه، فعلاً يې کندهار ښاروالۍ د پاکولو چاري راپيل کړي دي.

نوموړئ پاتاب چي د کندهار ښار د دريمي، څلورمي، او پنځمي ناحيوو څخه تيريږي، د نظم خاص څخه شروع بيا د ناصرانو تر کلي پوري غځيدلئ دی  تقريباً ۲،۵ کيلومتره اوږدوالئ او ۶ متره بردوالئ لري، يوه هفته مخکي يې د پاکولو چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به يې د دوو مياشتو په موده کښي بشپړ سي.

د يادوني وړ ده چي د نوموړي پاتاب په پاکولو کښي هره ورځ ( ۵۰۰ ) کاريګر کار کوي چي مالي لګښت يې د ( K R O ) او ( WFP) مسيسو لخوا ورکول کيږي.

د نوموړي پاتاب د کثافاتو انتقال او د کاريګرو نظارت د کندهار ښاروالۍ د تنظيف عمومي مديريت لخوا ترسره کيږي.

د همدې پاتاب په پاکولو سره د همدې سيمي اوسيدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ دده خواجې مانده ( پاتاب ) د پاکولو چاري راپيل کړي دي!