کندهار ښاروالۍ دده خواجې مانده ( پاتاب ) د پاکولو چاري راپيل کړي دي!
چهار شنبه ۱۱ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
دغه پاتاب چي د کلونو کلونو راهيسي بند وو او د دې سيمي خلګ يې په دوبي او ژمي کښي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي وه، فعلاً يې کندهار ښاروالۍ د پاکولو چاري راپيل کړي دي.
نوموړئ پاتاب چي د کندهار ښار د دريمي، څلورمي، او پنځمي ناحيوو څخه تيريږي، د نظم خاص څخه شروع بيا د ناصرانو تر کلي پوري غځيدلئ دی تقريباً ۲،۵ کيلومتره اوږدوالئ او ۶ متره بردوالئ لري، يوه هفته مخکي يې د پاکولو چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به يې د دوو مياشتو په موده کښي بشپړ سي.
د يادوني وړ ده چي د نوموړي پاتاب په پاکولو کښي هره ورځ ( ۵۰۰ ) کاريګر کار کوي چي مالي لګښت يې د ( K R O ) او ( WFP) مسيسو لخوا ورکول کيږي.
د نوموړي پاتاب د کثافاتو انتقال او د کاريګرو نظارت د کندهار ښاروالۍ د تنظيف عمومي مديريت لخوا ترسره کيږي.
د همدې پاتاب په پاکولو سره د همدې سيمي اوسيدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت