د کندهار ښاروالۍ او کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسٶلينو د بيرغونو په اړه ګډه ناسته ترسره کړل!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۸
د اداراتو همږغي

سه شنبه ١۶ / ١١ / ١٤٠٢ ه ش کال

نن تر غرمې وروسته کندهار ښاروالۍ کښي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسٶلينو سره غونډه ترسره سول.

په ياده غونډه کښي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند، د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس مولوي انعام الله سمنګاني صاحب او د دواړو ادارو نورو مسٶلينو هم ګډون کړئ وو.

په نوموړې غونډه کښي پر دې بحث وسو تر څو په ښار کښي د زړو بيرغونو پرځاى نوي بيرغونه نصب کړل سي، او هم به د ډول ډول بيرغونو پر ځاى د رسمي بيرغونو څخه استفاده کيږي، د ښار د ښکلا لپاره او هم پر نقليه وساٸطو به هغه بيرغونه نصب کيږي چي يوازي لوګو ورباندي وي او په اداراتو کښي به هغه بيرغونه نصب کيږي چي کليمه پر ليکل سوې يي.

د يادي موضوع د تعقيب او عملي کولو لپاره به د ولايت محترم مقام په هدايت د مختلفو ارګانو څخه ډېر ژر يوه کمېټه هم جوړه سي او ياده کمېټه به په خپله برخه کښي اجراات ترسره کوي.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ او کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسٶلينو د بيرغونو په اړه ګډه ناسته ترسره کړل!