کندهار ښاروالۍ په دریمه ناحیه کښي د ګل قلعچې سړک د قيريزۍ کولو چاري راپيل کړې!

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۳:۳۸
بزيا

کندهار ښاروالۍ ښاریانو ته د اوليه خدماتو، ترانسپورټي او سیمه ییزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه نن پنج شنبه د دریمي ناحیې اړوند د ګل قلعچې سړک د قيريزۍ کولو چاري په اساسي شکل سره عملاً راپيل کړي

د نوموړي سړک د قيريزۍ کولو چاري کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند د خپل تخنيکي ټيم په ملتيا رسماً افتتاح کړې.

دغه سړک چي ۷۸۷ متره اوږدوالۍ او ۱۲ متره بردوالۍ لري د قيريزۍ طبقو ټولي رغنيزي چاري به يې د راتلوونکي اونۍ تر پايه پوري په اساسي شکل سره بشپړي او د ترافيکو پرمخ به پرانيستل سي.

د يادوني وړ ده چي ددغه سړک په جوړولو سره به د دارالمعليمن عمومي سړک د بای پاس عمومي سړک سره وصل سي.

د همدې سړک په اساسي ډول رغولو سره د سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په دریمه ناحیه کښي د ګل قلعچې سړک د قيريزۍ کولو چاري راپيل کړې!