د کابل بانک سړک د ډامبرولو کار دوام لري

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۹:۵۵
میرویس شاندیز ته څیرمه

سه شنبه/۶- ۱۲- ۹۸

د کندهار ښار د کابل بانک له سيمي څخه تر ډنډ چوک پوري د غځېدلي سړک ۱۲۵۰۰ متر مربع کنډوکپر ځايونه ډامبرېږي. د دغه سړک قيرريزي پرون/ دوشنبه پيل سوی چي ټاکل سوې تر درو مياشتو پوري بشپړه سي. پر دغه سړک پخوا ۵ سانتي متره قير اچول سوی و، چي له څلوېښتو څخه تر پنځوس ټنه پوري وزن مقاومت يې درلود، خو اوس ۱۰ سانتي متره قير پر اچول کېږي، چي له اتيا څخه تر سلو ټنو پوري وزن مقاومت به ولري. نن پر دغه سړک د لومړۍ طبقې/ ۶ سانتي متره قير اچولو کار له زرغونه انا لېسې څخه تر مهمند روغتون پوري رسېدلی دی. پر دغه سړک دوې طبقې؛ په لومړي وار ۶ سانتي متره او په دوهم وار ۴ سانتي متره قير اچول کېږي. پر دغه پروژه ۱۹ مليونه ۳۷۵ زره افغانۍ د ښاروالي له انکشافي بودجې څخه لګول کېږي. د دې پروژې له برکته په تخميني ډول شاوخوا ۹ زره کاري ورځي کار ايجادېږي. د دغه سړک د قيرولو کار ځکه ځنډول سوی و، چي يو خو هوا ثابته نه وه او بل تخنيکي ټيم غوښتل معلومه کړي چي ستونزه د مځکي په طبقه او که د قير په طبقه کي ده. کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن د دغي پروژې له کار څخه له نژدې ليدنه کړې ده. ښاروال وويل، پوره هڅه کوي چي دا سړک په اساسي توګه جوړ کړي، څو بيا تخريب نه سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کابل بانک سړک د ډامبرولو کار دوام لري