د کابل بانک سړک د ډامبرولو کار دوام لري

Anonymous (not verified)
Wed, Feb 26 2020 9:55 AM
میرویس شاندیز ته څیرمه

سه شنبه/۶- ۱۲- ۹۸

د کندهار ښار د کابل بانک له سيمي څخه تر ډنډ چوک پوري د غځېدلي سړک ۱۲۵۰۰ متر مربع کنډوکپر ځايونه ډامبرېږي. د دغه سړک قيرريزي پرون/ دوشنبه پيل سوی چي ټاکل سوې تر درو مياشتو پوري بشپړه سي. پر دغه سړک پخوا ۵ سانتي متره قير اچول سوی و، چي له څلوېښتو څخه تر پنځوس ټنه پوري وزن مقاومت يې درلود، خو اوس ۱۰ سانتي متره قير پر اچول کېږي، چي له اتيا څخه تر سلو ټنو پوري وزن مقاومت به ولري. نن پر دغه سړک د لومړۍ طبقې/ ۶ سانتي متره قير اچولو کار له زرغونه انا لېسې څخه تر مهمند روغتون پوري رسېدلی دی. پر دغه سړک دوې طبقې؛ په لومړي وار ۶ سانتي متره او په دوهم وار ۴ سانتي متره قير اچول کېږي. پر دغه پروژه ۱۹ مليونه ۳۷۵ زره افغانۍ د ښاروالي له انکشافي بودجې څخه لګول کېږي. د دې پروژې له برکته په تخميني ډول شاوخوا ۹ زره کاري ورځي کار ايجادېږي. د دغه سړک د قيرولو کار ځکه ځنډول سوی و، چي يو خو هوا ثابته نه وه او بل تخنيکي ټيم غوښتل معلومه کړي چي ستونزه د مځکي په طبقه او که د قير په طبقه کي ده. کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن د دغي پروژې له کار څخه له نژدې ليدنه کړې ده. ښاروال وويل، پوره هڅه کوي چي دا سړک په اساسي توګه جوړ کړي، څو بيا تخريب نه سي.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

د کابل بانک سړک د ډامبرولو کار دوام لري