کندهار ښاروالي د هېواد ۱۰۱ کلیزي لمانځني ته پراخه اماده ګي لري

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۹:۱
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال چي د ښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي، د عوایدو محاسبې او اداري چارو رئیس، د ښاري حکومتولۍ رئیس او د ناحیو آمرینو ګډون کړی وو مجلس وکړ.

په ننني مجلس کښي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وویل د ګران هیواد د خپلواکۍ ورځ چي د اسد د میاشتی ۲۸ نېټه ده باید په کندهار ښار کي په ښو ملي مراسیمو تجلیل سي.

کندهار ښاروال ددې ورځي د ښه لمانځلو لپاره د مجلس غړو ته لازمي سپارښتني وکړې تر څو د خلګو سره په تفاهم د ښار په ټولو ناحیو کي ملي بیرغونه ځوړند سي، په ښار کي پر لوړ منزله مارکېټونو باندي ملي بیرغونه ځوړند سي او د کندهار ښاریانو سره په ګډه باید دا ملي ورځ په ښه شانداره مراسیمو سره ولمانځل سي.

کندهار ښاروال د مجلس له غړو وغوښتل چي که څه هم کندهار ښاروالي تر خپله وسه کوښښ کړی چي کندهار ښار په ملي بیرغونه لکه مخکي چي یې ځوړند کړي وه نور هم ځوړند کړي، ښاروال زیاته کړه د مجلس د غړو او عامو ښاریانو تر منځ د دې ورځي د ښې لمانځني په منظور باید ګډ کار وسي.

د غونډي په پای کندهار ښاروال د ټولو ناحیو آمرینو ته دنده وسپارل چي پخپلو ناحیو کي دي د ناحیې د اوسېدونکو سره د هیواد د خپلواکۍ د ۲۸ نېټې لپاره ښه همږغي رامنځته کړئ تر څو دا ملي ورځ ښه تجلیل سوې وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د هېواد ۱۰۱ کلیزي لمانځني ته پراخه اماده ګي لري