د کندهار ښاروالۍ د مزايدې داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
اعلان داوطلبي

Publish Date

Closing Date

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د شرقي لین په هډه کښي د څلورم نمبر غټ هوټل او حمام په لومړۍ داوطلبۍ کښي محترم نظر محمد د ولي محمد زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ (۴۱۰۰۰۰) څلور سوه لس زره افغانۍ باندي غوښتونکئ سوئ دی.

هغه اشخاص چي د ذکر سوي هوټل او حمام د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکئ وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۲ کال د سرطان میاشتي د ۴ نېټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۲۱ نیټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو امریت ته وسپاري، شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د مزایدې داوطلبي د جاري کال د سرطان میاشتي پر ۲۲ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د تدارکاتو او قراردادونو امریت کښي ترسره کیږي.

د نورو معلوماتو لپاره د اړیکي شمیرې:

۰۷۰۳۷۹۶۹۷۱

۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸

More tenders

Wed, Feb 05 2020 9:59 AM
Background image

داوطلبي

د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د 9 ناحیي د7 ګذر (چنار) (۵ شوراګانو) انکشافی شورا غواړی چی د لوي ویالې د عیدګاه د حوض په نامه مشهوره ساحه کی د پروژي جوړنې ساختمانی چاری یو ساختمانی . . .

Back to tenders