کندهارښاروالي دښار دشپږمي ناحیې اړوند په لیمه ګذر کي دیوه سړک دقیریزۍ چاري راپيل کړې .
دکندهارښاروالي لخوا دښار دښپږمي ناحیې په لیمه ګذر ساحه کي د۱۱۵۱متره په اوږدوالي ،۷،۸۱متره په بره باندي دسړک دقیریزي چاري راپيل کړې ددې سړک سره په څنګ کي د۲۴۴۰متره په اندازه چرۍ هم اساسي جوړه سوې ددې سړک څخه به دلیمه ګذر ۲۲۰۰کوره ګټه پورته کړي .
ددې سړک لګښت ۱۲میلونه افغانۍ دي چي کندهارښاروالي غواړي ددې سړک ترڅنګ دښار نور سړکونه هم دخپل پلان په اساس اساسي ورغوي .