د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالی خبرتیا

لکه سنګه چي ګران ښاریان په جریان کي دي چي کندهار ښاروالي د نهمي ناحیې اړوند د روزګان او شمالي ولسوالیو هډه کي د روزګان ولایت او شاولي کوټ ولسوالۍ لپاره د موټرانو د تم ځای لپاره مجهز ځای جوړ کړی دی مګر د هغه باوجود په کنډوالې سرای کي، د شرکت مېوې سره، کیشمیشو سرای کي، وړیو فابریکه کي چي کوم موټرونه د روزګان ولایت او شمالي ولسوالیو لپاره دریږي خبر ورکوي چي ژر تر ژره دي دنهمي ناحیې اړوند د روزګان ولایت او شاولي کوټ ولسوالۍ لپاره دټاکل سوي هډې څخه استفاده وکړئ د ښار په نورو ځایونو کښي درېده نور بند دي.