د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بوديجې او تدارکاتي پلان په اساس د کندهار ښار نهمي ناحيې اړوند د برېښنا کوټ عمومي سړک د غرب طرف لومړي فاز د اساسي جوړوني قرارداد اصولا عقد کړي. علاقمندان کولای سي خپل غوښتنليکونه د ۱۴۰۴ ه ش کال د جوزا مياشتي د ۶ نېټې څخه بيا د همدې مياشتي تر ۲۷ نيټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو امريت اړوند د تهيه او تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري. د يادي پروژې شرطپاڼه او ضمايم هم د ياد مديريت او هم دکندهار ښاروالۍ د ويب سايټ څخه په سافټ شکل ترلاسه کولای سئ. ددې پروژې داوطلبي به د ۱۴۰۴ ه ش کال د جوزا مياشتي پر ۲۸ نېټه چي د چهار شنبې ورځ ده د سهار پر ( 10:00AM ) بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کي د تدارکاتو او قرار دادونو په امريت کي ترسره سي. علاقمندان داوطلبان بايد خپل افرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرايطو سره سم ترتيب او په سرتړلي توګه يې د داوطلبۍ د مجلس په ورځ او ټاکل سوي وخت وتعين سوي پلاوي ته تسليم کړي. هغه افرونه چي ناوخته ورسيږي د منلو وړنه دي.
د نورو معلوماتو لپاره د تماس شميرې:
0707970760 / 0704707160