د ښار په اړه

 

ښــــــــار

هغه مدنی جغرافیایي محدوده ده،چي هلته د استوګنځاینو،سوداګریزځایونو،دولتي اوغیري دولتي ادارو ته پکښي ځای ورکول سوي وي او هلته معیشتي اسانتیاوي سمبال اوټولنیزخدماتوړاندي شي.

دکندهارپخواني ښارونه

۱ــ اراکوزیا: داښاردمقدوني سکندرلخواپه۳۲۹ ق م د (اراکوزي سکندریې) په نامه جوړسوي ووچي اوس یی هیڅ نښي نښانې ندي پاته.

۲ــ زوړښار: دسرپوزې دغره ختیځ خواته موقعیت لري ،چي یادونه یی څه دپاسه (۱۰۰۰) کاله مخکي دغزنوي دربارشاعرمنچوچهري یی پخپلواشعاروکي کړیده.داښاردنادرافشارترتاړاک پوري لاودان وو اوکله چي نوموړي د۱۱۵۰ ه ق په سرکي دهوتکو ملی حکومت ړنګ کړ،ورسره سم یی د کندهار زوړښارهم وران کړ.

۳ــ نادرآباد : دنادرآباد کلا په ۱۱۵۰ ه ق کال کي دنادرافشارلخواجوړه سویده،چي دلوی احمدشاه بابا دتاج پوښۍ مراسم هم دهمدې کلا ترڅنګ دشیرسرخ بابا په زیارت کي ترسره سویدي.

۴ـــ دکندهاراوسنی ښار(احمدشاهي کندهار) : د دغه ښاردبنسټ ډبره د ۱۱۶۹ ه ق کال د ربیع الثاني په لومړي ورځ کیښودل سوه.

دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول سو او د درانۍ امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ.

دغه ښار په لومړي سر کي پر څلورو ناحيو مشتمل و،چي اوس دغه ناحي (۱۵) ته رسیدلي دي.

 

ناحیه

د ښاریوه برخه ده چي په هغه محدوده کي د ښاروالۍ اداري واحد (ناحیه) دښاري خدماتو د وړاندي کولوپه موخه دنده ترسره کوي.

ګذر:

د ناحي یوه برخه ده چي ساحه یې د ناحي له خوا مشخص او په هغه کي دناحي خدماتي واحد (دګذر وکیل) دنده ترسره اوخدمات وړاندي کړي.

د کندهار ښار اوسنی نفوس د نموني سروي په توګه په کال ١٣٩٥ کې (٧٠٠٠٠٠)  اود اوسنى سروي په اساس د راتلونکو شل کالو لپاره دوه ميلونه (٢٠٠٠٠٠٠)نفوس  ښودل شوى.

 موجوده مساحت په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د هوايې تصوير له مخي (٧٠٠٠) هکتاره ښودل سویدی.

او دراتلونکو شلو کالو لپاره مساحت د ماستر پلان مطابق ١٨٣٠٠ هکتاره تعين شوى دى .