کندهار ښاروالي کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري نوبتي مجلس تر سره سو!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۴۸
اداري مجلس

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي په یو لړ مهمو موضوعاتو باندي اداري مجلس دائر سو، په یاد مجلس کي دکندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په شمول، د کندهار ښاروالۍ د درې ګونو ریاستونو رئیسانو، د پنځلسو ناحیو آمرینو، د ساختمانۍ چارو عمومي مدیر، د پلان آمر او دښاروالۍ نورو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.

یاد اداري مجلس چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره راپېل سو، پېل کي د پلان ګذارۍ او انکشاف آمر د انکشافي او پرمختیايي چارو دمعلوماتو ورکولو ترڅنګ په ښار کي د مخابراتي لینونو د منظم تېرولو په اړه خپل معلومات شریک کړل.

وروسته مجلس د اجنډا سره سم راپيل سو.

د نظارت او ارزیابۍ آمر په ښار کي د تنظیف چاري د خصوصي سکټور له لوري ترسره کول په دې اړه ئې خپله موضوع د مجلس ګډون والو ته وړاندي کړل.

په یاد اداري نوبتي مجلس کي د ذکر سوو موضوعاتو سربیره د ښاروالۍ له چارو سره سم پر نورو اړینو او لازمو موضوعاتو باندي هم د ګډون والو له خوا بحث وسو.

پر موضوعاتو باندي له بحث وروسته د اداري مجلس په وروسیتو کښي د مسؤلینو دنظر اخيستلو وروسته د کندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال له خوا لاندي موضوعات د تائید او تصویب په موخه په مختصره توګه وړاندي سول.

۱: ټول تجارتي او رهایشي ځایونه اعمار د ښاروالۍ د اصولو له مخي ترسره سي. ۲: دښه او منظم تخنیکي کنټرول په خاطر اوږد مهاله او غټي پروژې دي په جلا جلا برخو سره ساختماني شرکتونو ته ورکړل سي.

۳: په ښار کي د مخابراتي لینونو تېرول د جوړ سوي پلان له مخي ترسره سي.

۴: تخنیکي او سکټوري ریاست ته دنده وسپارل سول، چي دیوې منظمي طرحي جوړولو وروسته په ښار کي د کثافاتو د انتقالولو ټولي چاري دي خصوصي سکټورونو ته د قرارداد په بڼه ورکړئ.

ننی اداري مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۴
Background image

د شکایتونو څېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړی.

د کندهار ښاروالۍ اړوند دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه د شکایاتو څېړلو او حل کولوکمېټې خپل نوبتي مجلس ترسره کړی. په دې مجلس کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندهار ښار کي له قصابانو څخه د نرخونو کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره سو.

دوشنبه ۱۳ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمریت د امنیه قومندانۍ په همکاري د ښار په بېلابیلو ساحو کي د قصابانو څخه د ټاکل سوي لایحې او نرخنامې مطابق نظارت ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندهار ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي اشر پيل سو

کندهار ښاروالۍ د ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي کمپاين پيل کړي.

ددې کمپاين په نتيجه کي به کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو سيمو کي ( ۴۰ ) زره مېوه لرونکي او غيري. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري نوبتي مجلس تر سره سو!