کندهار ښاروالۍ دا ځل په  اوله ناحیه کښي د (۷۸۶) متره په اوږدوالي دیوه پیاده رو  د اساسي چاري راپیل کړي دي!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۹:۱۵
پياده رو پروژه

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو فعالیتونو او پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل په  اوله ناحیه کښي د (۷۸۶) متره په اوږدوالي دیوه پیاده رو  د اساسي جوړوني چاري راپیل کړي دي!

دغه پیاده رو چي پرمختیایي چاري یې د راتلوونکو دوه نیمو  میاشتو په حدودو کښي  په بنسټيزه، معیاري او اساسي توګه سره سرته رسیږي په دغه پروژه کښي په مسلکي توګه سره ( ۷ ) او غیري مسلکي توګه سره (۷۳) تنو کاریګرو ته کاري فرصت پیداسوئ دی، د نړیوال بانګ په مالي  مرسته او د (UNOPS) برنامې په مدیریت او د ښاروالۍ په تخنیکي مرسته ددې پروژې چاري عملاً مخته ځي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وائي: د دوی ټول پرسونل او کاري ټېم د خپلو ګرانو ښاریانو د سهولت او ارامتیا په برخه کښي د ښاریانو اساسي لومړیتوبونو ته متوجه دی او هڅه او کوښښ یې هم دادی چي د خپل کاري پرسونل سره په ګډ کار کولو سره په دې تاریخي او ویاړلي ښار کښي اساسي ښاري بنسټيز نوښتونه رامنځته کړي، ترڅو ګران ښاریان راحته سوي وي د کندهار ښاروال په وینا:کندهار ښاروالۍ په ټولو ناحیو کښي د متوازني پراختیا له مخي خورا ډيري اساسي او بنسټیزي پروژې عملأ راپيل کړي دي چي ورسره په څنګ کښي د دوی په هره رغنیزه او پرمختیایي پروژه کښي په زیات شمیر خلګو ته کاري فرصتونه پیدا سوي دي ،کندهار ښاروال وویل :کندهار ښاروالۍ به د خپلي پرمختیایي بودجې او انکشافي پلان درلودلو ترڅنګ د همکاره برنامو په مرسته هم وکولائ سي د کندهار ښاریانو د سهولت او ارامتیا لپاره بهتره ښاري سهولتونه برابر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ دا ځل په  اوله ناحیه کښي د (۷۸۶) متره په اوږدوالي دیوه پیاده رو  د اساسي چاري راپیل کړي دي!