د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي د يوې مهمي کوڅې د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۸:۵۱
بیارغونه

کندهار ښاروالي داځل د ښار په دريمه ناحيه، اووم ګذر کي د شهيد کوڅې د اساسي رغولو چاري راپيل کړې.

دغه کوڅه چي ۴۲۵ متره اوږدوالی او اووه متره بردوالی لري فعلا يې د رغولو چاري راپيل سوې چي ټولي رغنيزي چاري به يې د دوو نيمو مياشتو په موده کي بشپړي سي.

په دغه رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۷۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۴ کسان په مسلکي ډول او ۶۶ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د يادوني وړده چي د نوموړي کوڅې د کانګريټ کولو ترڅنګ ۸۰ متره چرۍ او يو پلچک هم په اساسي ډول رغول کيږي.

د همدې کوڅې په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي د يوې مهمي کوڅې د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!