کندهار ښاروالۍ د ښار په نهمه ناحيه کي دښاري خبرو اترو مجلس ترسره کړئ

web_admin
Tue, Dec 17 2024 1:57 PM
ښاري خبري اتري

په دې مجلس کي د کندهار ښاروالۍ د مسؤلينو ترڅنګ د نهمي ناحیې آمر، دامر باالمعروف مسؤل، چاپیریال ساتني، بریښنا، ضد حوادث، امنیتي او استخباراتي ریاستونو استازي، د ناحیې متنفذین،ګذر وکیلانو، مشرانو، ځوانان او علماء ګډون کړی وو.

د مجلس پيل د ټولنیزو او فرهنګي چارو د آمر له خوا وسو، چي د ښاري خبرو اترو دمجلسونو پر اهدافو ئې رڼا واچوله. هغه زیاته کړه، چي د دغو مجلسونو له لاري دهري ناحیې اوسېدونکي کولای سي، چي دخپلي ناحیې په اړه ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه په مخامخ ډول له مسؤلینو سره شریک کړي.

وروسته د نهمي ناحیې آمر د ترسره سوو او روانو انکشافي چارو، د ناحیې سرسبزۍ، تنظیف او ورځنیو فعالېتونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

همدارنګه د امر بالمعروف ریاست استازي د یووالي او اتفاق په اړه خپله وینا له درنو ګډون والو سره شریکه کړل.

ورپسې د مجلس په جریان کي د اړوندو ریاستونو استازو خپل فعالېتونه په تفصیل سره برخه والو ته بیان کړل.

- د ضد حوادثو ریاست استازي د خپل ریاست د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

- د چاپیریال ساتني ریاست استازي د ترسره سوو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

- د برېښنا ریاست استازي د برېښنا د خدماتو په اړه، امنیتي او استخباراتي استازو د ناحیې په امنیتي وضعیت او لاسته راوړنو خبري وکړې.

په پای کي ګډونوالو د خپلي ناحیې ستونزي او غوښتني مطرح کړې او خپلي پوښتني ئې د ریاستونو له مسؤلینو او استازو سره شریکي کړې. مسؤلینو د پوښتنو تفصیلي جوابونه ورکړل او د ستونزو د حل ډاډ ئې ورکړ.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د ښار په نهمه ناحيه کي دښاري خبرو اترو مجلس ترسره کړئ