دکندهارښاروالي دښاري حکومتولۍ ریاست په لومړی ځل دښاروالي مامورینوته دښاروالیو قانون تشریح کړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۸:۱۶
Kandahar Municipality

نن دکندهارښاروالي دښاري حکومتولۍ ریاست لخوا دښاروالي مامورینوته دښاروالیو نوی قانون تشریح سو په اړه یې په مکمل ډول معلومات ورکول سول

په همدې موخه نن دکندهارښاروالي دغونډو په تالارکي دښاري حکومتولۍ دریاست لخوا په دې اړه یو ورځنی سمینار جوړ سوی وو چي دښاري حکومتولۍ دامر اجمل صمیم ترڅنګ دبشري منابعو دارتقاع ظرفیت مدیر او دښاروالي کاري پرسونل ګډون کړی وو په نن مجلس کي لومړی دښاري حکومتولۍ امر اجمل صمیم خبري وکړې هغه دښاروالي دنوي قانون پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې اوترڅنګ یې له مامورینو وغوښتل چي باید دښاروالي دنوي قانون په ټولو فصلونو او مادو ځان پوه کړي ترڅو په اینده کي په روانوچاروکي لا برلاسي ومومي وروسته دښاري حکومتولۍ ریاست د ټولنیزو او فرهنګي چارو مدیر تیمورشاه فیض پر پروجکتورباندي دښاروالي مامورینوته دښاروالي نوی قانون تشریح کړ ،دنوي قانون په اړه یي معلومات ورکړه دنوي قانون دمادو اوفصلونو دښې مطالعې لپاره یې ددوی څخه وغوښتل ترڅو هر ماموردښاروالي نوی قانون وګوري او ورڅخه استفاده وکړي داځکه دښاغلي فیض په خبره دښاروالي نوی قانون په لومړی ځل دښاري حکومتولۍ ریاست لخوا درته تشریح کیږي که کوم څوک یې په هره برخه کي په اړه معلومات غواړي موږ حاضریو چي وضاحت ورکړو دښاغلي فیض په خبره داقانون نوی جوړسوی دی ترډیره هغه ستونزي او مشکلات پکښي حل اوفصل سوي کوم چي په ورځني توګه ورسره مخامخ کیږي وروسته دمامورینو پوښتونو ته هم په وار سره دټولنیزو او فرهنګي چارو مدیر جواب ووایه کوم چي دښاروالي دنوي قانون په اړه یې درلودلې .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

دکندهارښاروالي دښاري حکومتولۍ ریاست په لومړی ځل دښاروالي مامورینوته دښاروالیو قانون تشریح کړ