د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار ښاروالۍ حقوقي او شرعي مشاور، د شوراګانو او مجالسو مدیر، د دعوت او ارشاد آمر، د عوایدو آمر، د دعوت او ارشاد مدرس، د ناحیې او حوزې آمرینو، او د ناحیې ګذر وکیلانو، مشرانو او متنفذینو ګډون کړی وو.
یاد مجلس د قرانکريم په تلاوت او د حدیث شریف په ویلو سره پیل سو، په پیل کي د کندهار ښاروالۍ حقوقي او شرعي مشاور د اس.ل.ا.م.ي حکومتولۍ پر اساساتو اود اس.ل.ا.م.ي ن ظ.ام پر ارزښتونو هر اړخیزي خبري وکړې.
نوموړي وویل: دا د الله تعالی یو ستر نعمت دی، چي موږ ئې د یو ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ام تر چتر لاندي راټول کړي یو. د اس.ل.ام.ي ن.ظ.ام ټول احکام او فرامین ش.رع.ي دي، چي هیڅ شک په کښي نسته. دا ن.ظ.ام یوازي د ش.ری.عت په رڼا کي پر موږ احکام تطبیقوي او د ټولو احکامو معیار ئې اسل.ام.ي شر.یع.ت دی. هغه د خپلو خبرو په پای کي اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ټولو ګډ کور وباله او د دې ن.ظ.ام ساتنه ئې د هر وګړي مسؤلیت یاد کړی. نوموړي ټینګار وکړ موږ باید د اس.ل.ام.ي ن.ظ.ام له هر ارګان سره همکاري وکړو، ملاتړ ئې وکړو او تر شا ئې ودرېږو.
همدارنګه، نوموړي له خلکو وغوښتل چي له ښاروالۍ سره د صفايي محصول، سرسبزۍ او تنظیف په برخو کي فعاله همکاري وکړي.
ورپسې د ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مدرس ګډون والو ته د اس.ل.ا.مي ن.ظ.ام د ټینګښت، د اوامرو د منلو او اسلام.ي وجایبو د ادا کولو په اړه مهمي خبري وکړې.
د مجلس په جريان کي د ۱۲ حوزې آمر هم د ولس د استازو په وړاندي خبري وکړې او له هغوی څخه ئې د اس.ل.ام.ي نظ.ام د ملاتړ او همږغۍ غوښتنه وکړه.
په پای کي د ۱۲ ناحیې ګذر وکیلانو،مشرانو او علماوو دخپلو سیمو ستونزي، نظریات او مشورې له مسؤلینو سره شریک کړل او مسؤلینو هم د هغوی خبري واورېدې او د ستونزو دحل لپاره ئې ډاډ ورکړی.
مجلس د اختتامیه دعاء په ویلو سره پای ته ورسېدی.