د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین د جامع عمر د رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د سې شنبې په ورځ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین کندهار ته د خپل سفر پر مهال د ولایت مقام د مرستیال عبدالحنان منیب، کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات او یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا د جامع عمر د رغنیزو چارو لیدنه وکړه او د افغان ساختماني دستګاه د مسؤلینو له لوري ورته د یادو رغنیزو چارو په اړه بشپړ معلومات ورکول سول.
مسؤلینو ته د جامع عمر د رغنیزو چارو د ځنډ لامل د بودجې نشتون او یو شمیر نوري ستونزي په ګوته سوې، چي پر مهال يې راغلي پلاوي په یاده برخه کي د همکاري ډاډ وړاندي کړ.
همدارنګه د مرستیال والي عبدالحنان منیب له لوري هم د یادو رغنیزو چارو د سرعت په موخه راغلو مسؤلینو ته یو شمیر وړاندیزونه وسول، تر څو د مرکز په کچه يې شریک او د یادي جامع پاته چاري پر وخت بشپړي سي.