د متوازن خدماتو پر بنسټ د ښار ټولي ناحیې د بیارغوني څخه برخمني کیږي
کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو پروژو په لړ کي د ښار د شپږمي ناحیې په څلورم ګذر (ډګر ګذر) کي ۱،۲ کیلو متره سړک په اساسي او معیاري توګه سره جوړوي چي ددې سړک د جوړېدو سره په څنګ کي اوس د ۸۰ سانتۍ په اندازه د چرۍ جوړولو چاري عملأ جریان لري او ۷ پلچکان ددې سړک د جوړېدو په پلان کي هم شامل دي، همدارنګه ۲۳۶ دانې سلبونه هم په نظر کښي نیول سوي دي، ددې پروژې په تکمیل سره به د محل او سیمي اوسېدونکي د بهتره ښاري خدماتو څخه برخمن سوي وي.
