د مشورتي بورډ غړو ترمنځ نوبتي ناسته ترسره سوه!
سه شنبه ۲۴ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د شوراء ګانو په عمومي مدیریت کښي د مشورتي بورډ غونډه ترسره سول
غونډه چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره راپیل سوه، په پیل کښي د شوراګانو مدیر د کمېټې ټولو غړو ته ښه راغلاست ووایه.
د ښه راغلاست وروسته د مشورتي بورډ غړو له لوري د اجنډا مطابق د نوي کال د رارسېدو سره سم پر لاندي موضوعاتو بحث وسو؛ لکه په ښار کښي د پاکو اوبو برابرول، په ښار کښي د بې نظمۍ ختمول او د نوي کال په راتګ سره د ښار زرغونتیا او سرسبزۍ په برخه کښي نوي نهالان د ښار په بیلابیلو ساحو کښي ایښوول.
ددې ترڅنګ په یاده غونډه کښي د مشورتي بورډ غړو له لوري د همدې بورډ په داخل کښي پنځه نوري کمېټې هم شاملي سوې، لکه د ښاري حکومتولۍ کمېټه، د عوایدو کمېټه، د ښاري خدماتو او پراختیا کمېټه، شکایاتو ته درسیده ګۍ کمېټه او د ښاري امنیت او خوندیتوب کمېټه ده.
همدارنګه د هري کمېټې لپاره ۶ غړي هم انتخاب سول، ترڅو د انتخاب سوي کمېټې په داخل کښي خپلي چاري د همدې کمېټې د اصولو مطابق په منظمه توګه مخته یوسي.
دغه مشورتي غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت
