د نیالګي اېښودني شپږم پروګرام د کندهار ولایت دځوانانو مدني

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۸:۴۷
Kandahar Municiapality

بنسټ_دچاپېریال ساتني دڅانګي له لوري د سولي او سرسبزۍ دنهال تر نامه لاندي د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ د غونډو په تالار کي ترسره سو.

پروګرام د کلام الله مجید دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو، همدارنګه دملي سرود تر ږغولو وروسته د کندهار ولایت دځوانانو دمدني بنسټ رئیس ښاغلی”محمدي“ د مجلس مېلمنو او راغلو حاضرینو ته تر هرکلي وروسته د یوې فرهنګي او مدني ټولني د رشد لپاره د لاندینیو ټکیو یادونه ضروري وبلل:

۱ــ دنیالګیو اېښودل او ساتنه د ټولني د هر فرد وظیفه ده؛ نو موږ باید دا نېک کار یواځي د ښاروالۍ تر مسئولینو ځانګری نکړو.

۲ــ د هڅاندو او مستعدو زده کوونکو تشخیص او تشویق د ضایع سویو توکو څخه د سالمي استفادې(استفاده از ضایعات) او د عمومي آزموینو اخیستلو له لاري.

۳ــ عامه پوهاوي په مختلفو اجتماعي او مدني برخو کي، او د فعالو ښاریانو او هیوادوالو تشویق او ستایل.

Kandahar Municipality

٤ــ د ښار دښېرازۍ په برخه کي دښاري فرهنګ ترویج او تقویه.

۵ــ د نیالګیو د له منځه تللو عوامل په تېرو کلونو کښي.

۶ــ د یو فعال ښاري اوسېدونکی دندي.

۷ــ دکندهار ولایت د اتو خصوصي ښوونځیو څخه تر ۳۰۰ د ډېرو ښځینه او نارینه زده کوونکو ترمنځ د نیالګي اېښودني او دسرسبزۍ د اهمیت تر عنوان لاندي د آزمویني اخیستل، چي نتایج او نفیسې جایزې به هم دپروګرام په آخر کي پر ۱۲ بریالیو زده کوونکو ووېشل سي.

محمدي دخپلو خبرو په پای کي دکندهار ولایت مقام، دکندهار ولایت دښاروالۍ ریاست مقام، دکندهار ولایت د اطلاعت او فرهنګ ریاست مقام، د اولي حوزې دامنیتي مسئولینو او کندهار ولایت د رسنیو درنو غړیو څخه مننه وکړه، ضمناً ښاریان او ښاروالۍ سره دا ژمنه وکړه، چي سږکال به هم د تېرو کلونو په څېر د ښاروالۍ دچاپېریال ساتني مدیریت سره به څو سوه نیالګي مرسته وکړي، تر څو دښار په مناسبو ځایونو کي کښېنول سي.

دکندهار ولایت مقام مرستیال حاجي آغا لالی”دستگېري“ د کندهار ولایت دځوانانو دمدني بنسټ هڅې او زحمتونه چي دنیالګي اېښودني د فرهنګ/برنامې په برخه ترسره کړي مننه او کور ودانی ووایه.

او د نورو ځوانانو څخه هم دا غوښتنه وکړه، چي د یوې فعالي او نمونه ای ټولني پخاطر د همدغه ټولني دځوانانو په قسم فعالیت وکړي.

Kandahar Municipality

دکندهار دچاپېریال ساتني رئیس دکندهار ولایت دځوانانو دمدني بنسټ دغړيو څخه دمنني ترڅنګ ښاریانو او ځوانانو ته د چاپېریال ساتني اجرایي/مشورتي بورډ دجوړولو وعده هم ورکړه.

د کندهار ښاروالۍ دښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه”هاشمي“ هم پخپل وار دکندهار ولایت دځوانانو دمدني بنسټ څخه دمنني ترڅنګ، دغه بنسټ ته دهمکاریو ژمنه ورکړه.

د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس حکمت الله”افغان“ کندهاري ځوانانو خصوصاً د کندهار ولایت دځوانانو مدني بنسټ غړیو ته د نویو فرهنګي پروګرامونو دجوړولو او عملي کولو زېرۍ ورکړ.

Kandahar Municipality

دنیالګي اېښودني شپږم پروګرام د تمثېلي قطعې(دنیال اېښودني او ساتني په اړه)، دولتي مسئولینو ته د ستاینلیکونو او بریالیو زده کوونکو ته د تحسین نامو او جایزو په ورکړي، دنیالګي اېښودني دځانګړی پروګرام او د خاتمې دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د نیالګي اېښودني شپږم پروګرام د کندهار ولایت دځوانانو مدني