د ځوانانو بنسټ د څلورمي ناحیې د اولسونو په ملتیا نیالګي کښينول.
په کندهار ښار کښي د ځوانانو مدني بنسټ ۸۰۰ دانې د دیوال زن نیالګي د ښاروالي د سرسبزۍ مدیریت ته په واک کښي ورکړل چی په همدې موخه نن د څلورمي ناحیې اړوند تیمورشاهي پارک کښي پر داسي مهال چي دځوانانو مدني بنسټ نماینده،د ناحیې امر ،د ښاروالي دښاري حکومتولي امر او د ښاروالۍ یو شمیر کارمندانو او په زیات شمیر دڅلورمي
ناحیې ولسي مشرانو ګډون درلودی په یاد پار ک کښي یي د ګران وطن د سرسبزۍ ا وسمسورتیا په موخه یاد نیالګي کښېنول.
د نیالګیو کښېنولو پر مهال ولسي مشرانو پر ګرانو ښاریانو ږغ وکړ چي دښار په سرسبزه کولو او سمسورولو کي پوره هڅه وکړي نیالګي کښېنوي او پروخت یي پالنه وکړي .
