د ښاري حکومتولۍ په برخه کي د کندهار او هرات ښاروالیو پرتله کېږي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۸:۱۰
Kandahar Municipality

د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري په مشرۍ د سې شنبې په ورځ د کندهار او هرات ښاروالیو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو د سوي تفاهم‌لیک د تطبیق په موخه غونده جوړه سوه، چي هرات ته د ښاروالیو د همږغۍ او علمي سفر کمېټې غړو او یو شمېر نورو مسؤلینو پکښي ګډون کړی وو.

په پیل کي هرات ته د ښاروالیو د همغږۍ او علمي سفر کمېتې غړو یو په بل پسې خبرو کي د سوي تفاهم‌لیک د تطبیق په برخه کي د سویو اجرااتو راپور شریک کړ او د راتلونکي لپاره یې خپل وړاندیزونه او پلانونه شریک کړل.

د دوی د راپورونو تر اورېدو وروسته د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري وویل، د کندهار او هرات ښاروالیو ترمنځ د کلتوري، اقتصادي، بیارغوني، تعلیمي او تحصیلي، تجارتي، او ټولنیزو همکاریو تفاهم‌لیک د دواړو ښارونو ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت پیاوړې کړې دي او په مرسته یې د دواړو لوریو ترمنځ بیلابیلو برخو کي تجربې شریکي سوې دي.

ښاغلي دستګیري زیاته کړه، اوس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره غواړي، د خویندو ښاروالیو پرتله ترسره او د ښاري حکومتولۍ د پیاوړتیا په برخه کي لا ډېر ګامونه اوچت کړي، چي په دې برخه کي باید بېلابېلي کمېټې تشکیل او اړونده برخه کي لازم اجراات ترسره کړي.

د غونډي په پای کي پرېکړه وسوه، چي د هرات او کندهار ښاروالیو تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک مطابق به تر سبا پوري د بېلابېلو ادارو ګډي کمېټې ټاکل کېږي، څو خویندي ښاروالۍ سره پرتله او مختلفو برخو کي لا ډېر پرمختګونه رامنځته سی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د ښاري حکومتولۍ په برخه کي د کندهار او هرات ښاروالیو پرتله کېږي